په چین کې د افغانستان د مخکني حکومت سفیر جاوید قایم له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی دی.
ښاغلي قایم پرخپله ټوېټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د یو لړ شخصي او مسلکي دلایلو په خاطر یې خپله دنده پرېښوده.
نوموړي په دغه بیان کې دا هم زیاته کړې، نه غواړي، چې د استعفا دلایل یاد کړي.
د یادونې ده، چې د جمهوریت له سقوط او اسلامي امارت له راتګ وروسته هم قایم تر اوسه په خپله څوکۍ پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر غلام محمد اسحاقزي هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/25935